|
د مولوي امین الله ازره وال ژباړه
|
|
۲۶ غبرګولی ۱۳۸۸ وخت ۰۰:۲۵ |
|
عَنِ أبِيْ عِمْروٍ سُفْیَانَ بْنِ عَبْدِاللهِ (رض) قَالَ قُلْتُ یَا رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی الله عَلَیْهِ وَ سَلَّمَ! قُلْ لِیْ فِيْ الإسْلامِ قَولاً، لاَ أسْألُ عَنْهُ أحَداً غَیْرَکَ، قَالَ: قُلْ آمَنْتُ بِاللهِ ثُمَّ اسْتَقِمْ. رواه مسلم له ابې عمرو سفیان بن عبدالله (رض) څخه روایت دی هغه ویلي دي چې ما وویل ای د الله رسوله! ماته په اسلام کې داسې وینا وښایه چې د هغې په اړه له تا څخه پرته له بل چا څخه پوښتنه ونه کړم، هغه (ص) راته دا وویل، دا ووایه چې ما پر الله تعالی ایمان رواړی دی او بیا په دې خبره کلک ودریږه. |